انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې تهران د پاکستان له لارې امریکا ته وړاندیز کړی، ترڅو د سمندري محاصرې د لغوه کېدو په بدل کې هرمز تنګی بېرته پرانیزي.
تسنیم خبري اژانس د نوم نه ښودولو په شرط د یوه ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې تهران واشنګټن ته هېڅ نوی وړاندیز نه دی وړاندې کړی او په ځینو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
د یاد راپور له مخې، د هرمز تنګي بیا پرانیستل د هغو اوو شرطونو له عملي کېدو سره تړلي دي، چې ایران مخکې امریکا ته وړاندې کړي وو.
ایران تر دې مخکې ویلي وو، چې د امریکا د بریدونو له بیا پیل وروسته یې د جولای په ۱۲مه یو ځل بیا د هرمز تنګی تړلی دی.


