د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې «کتائب القسام» خبر ورکړی چې ځواکونو یې د غزې ښار شمالي لوري ته په بیت لاهیا سیمه کې پر هغه کور برید کړی چې یو شمېر فلسطیني بندیان پکې ساتل کېدل.
د کتائب القسام ځواکونه په دې عملیاتو کې بریالي شوي چې له یاد کور څخه یو شمېر بېګناه فلسطیني وګړي د صهیونیستي ځواکونو له بند څخه ازاد کړي.
د معلوماتو له مخې په دې برید کې القسام ځواکونو له سړې وسلې څخه کار اخیستی، لومړی یې د یاد کور درې ساتونکي پوځیان وژلي او بیا کورته دننه شوي دي. تر دې وروسته یې په ودانۍ کې دننه له صهیونیستي پوځیانو سره لاس په لاس جګړه کړې او د ودانۍ دننه یې هم یو شمېر صهیونیستي پوځیان وژلي او د هغوی وسلې یې له ځانه سره وړي دي.
د یادونې وړ ده چې د «کتائب القسام» ځواکونو له خوا دا لومړي ځل دی چې په تعارضي عملیاتو کې فلسطیني بنیان ازادېږي.