د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند کار بشپړ شوی او نن د ریاست الوزرا د اقتصادي، سياسي، او اداري مرستيالانو سربېره د کابينې د لوړپوړو غړو، د خصوصي سکټور استازو، او د سيمې د اوسېدونکو په شتون کې یې د پرانستې مراسم ترسره شول.
مراسمو ته د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په خپلو خبرو کې په ننۍ نړۍ کې اوبه په اقتصادي او سياسي اړيکو کې د بحث مهم ټکی ګڼلی او ويلي یې دي چې په يو شمېر هېوادونو کې د اوبو ارزښت تر نفتو او قيمتي کاڼو هم ډېر دی.
ښاغلي برادر اخوند زياته کړې چې په افغانستان کې تېرو حکومتوليو د تحميل شويو جګړو او يو شمېر کورنيو او بهرنيو عواملو له امله د اوبو د مديريت هڅه نه ده کړې؛ خو اوس اسلامي امارت د اوبو ارزښت او اړتيا درک کړې او په همدې موخه یې د نورو پروژو سربېره د شاه او عروس بند ګټې اخيستنې ته وسپاره، چې په بشپړېدو سره به یې بزرګرانو ته د ځمکې خړوبولو اوبه برابرې شي، او د برښنا پر توليد سربېره به په فردي او ملي اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
په يادو مراسمو کې دغه راز د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې د شاه او عروس بند بشپړېدل د پرمختګ او ځان بساينې په لور مهم ګام دي، اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي چې د هېواد د اوبو مديريت او کنټرول د افغانستان مهمه اړتيا ده او اسلامي امارت په دې لاره کې کوټلي ګامونه پورته کوي، او دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت وزير ملا عبدالطيف منصور بيا ويلي چې اسلامي امارت د لويو پروژو تطبيق ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده چې شاه او عروس بند د ۷۸متره لوړوالي په درلودو سره د ۹.۴میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او همداراز به ۱.۲میګاواټه برېښنا تولید کړي.