په نړۍ کې پرمختللي هېوادونه، په نورو نسبتاً کمزورو هېوادونو کې د ټولنې مخکښ وګړي، تجاران، استادان، سیاسیون، چارواکي او نور وګړي تر خپل نفوذ لاندې راولي، تر څو دغه وګړي د دوی لپاره کار وکړي. کله چې دا وګړي د خپل هېواد د ملي ګټو پر ضد د بهرنیانو لپاره کړنې ترسره کړي، نو بیا د جاسوس اصطلاح ورته کارول کېږي.
افغانستان چې د آسیا په زړه کې موقعیت لري، د خپل ستراتیژیک موقعیت تر څنګ د تاریخ په بېلابیلو وختونو کې د سیاست له پلوه مهم پاتې شوی دی، همدا دلیل دی چې وخت نا وخت ورته د نړیوالو پام را اوړي او دلته د خپل نفوذ زیاتولو لپاره هڅه کوي.
که څه هم په افغانستان کې د جمهوریت په نوم نظامونو د ولس له ګټو سره د ټکر په خاطر تل نړېدلي دي، خو په افغانستان کې وروستی پرځېدلی جمهوریت ځکه د پام وړ دی، چې له یوې خوا یې له نورو څخه زیات وخت حکومت وکړ، له بلې خوا تر نورو له قوي بهرني ملاتړ څخه برخمن و.
پرځېدلي جمهوریت بې شماره منفي ټکي درلودل، خو تر ټولو د پام وړ یې دا و، چې تشکیل یې د بهرنیو جاسوسي شبکو له اجنټانو ډک و. امریکا، اروپایي اتحادیه، هند، ایران، پاکستان، ترکیه، انګلستان او روسیه هغه مهم هېوادونه بلل کېږي، چې په پرځېدلي جمهوریت کې یې ډېر شمېر جاسوسان درلودل. د یادو جاسوسانو له جملې یې ځینې داسې وو، چې له پیل څخه لا د خلکو پرې د جاسوسۍ باور و، خو ځینې یې وروسته د خپلو جاسوسي فعالیتونو له امله په ټولنه کې رسوا شول.
حامد کرزی او اشرف غني د جمهوریت تر ټولو لوړ پوړي مسؤلین وو، خو د امریکا تر مستقیم نفوذ لاندې وو، ټولي چارې یې د هغوی په لارښوونه ترسره کولې. پر حامد کرزي د امریکا نفوذ د بُن له کنفرانسه معلومېږي، ځکه چې د کمو رایو په لرلو سره د ستار سیرت په وړاندې انتخاب شو. دا چې وروسته ولې امریکایانو له صحنې وایست دا بېل دلایل لري، خو له واک څخه د لرې کېدو پر مهال یې څرګندونو په ډاګه کول، چې نور د هغوی ګټې نشي ترلاسه کولای. اشرف غني بیا لومړی په لبنان او وروسته په امریکا کې د زده کړو پر مهال د امریکا غېږې ته ولوېد، چې بیا هغوی په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر څوکۍ ورساوه.
له ولسمشرانو را په دې خوا تقریباً ټولو چارواکو د یو نه یو هېواد لپاره جاسوسي کول. امرالله صالح چې د جمهوریت په دواړو دورو کې یې لوړې دندې ترسره کړې، د تاجکستان، هند او امریکا تر مسقیم نفوذ لاندې و، چې په دې سره د یو څو هېوادونو د جاسوس رول لوباوه. عبدالرشید دوستم چې وروسته د مارشال رتبه وکول شوه، له روسیې سره د ثور تر کودتا را وروسته اړیکې پاللې او د هغوی لپاره یې جاسوسي کول، خو په وروستیو کې د ترکیې د مهم جاسوس په توګه را څرګند شو.
استاد عبدالرب رسول سیاف چې یو دیني عالم بلل کېده، د امریکا په ګته یې د جمهوریت ضد ډلو په وړاندې فتواوي ورکولې. سیاف د جهاد پر مهال د امریکا له تمویل څخه متأثره شوی و، چې د هغوی له یرغل سره یې بیا د اشغال او جمهوریت ملاتړ وکړ او خپله وفاداري یې ثابته کړه.
محقق، خلیلي، یو شمېر نورو اهل تشیع چارواکو او عطا محمد نور د ایران لپاره جاسوسي کول. ډاکتر عبدالله عبدالله هم د ټلوالې د غړیتوب له امله د روسیې پلوي کول، خو د انتخاباتو پر مهال یې د لوېدیځ غېږې ته هم ځان غورځاوه، چې د صالح په ډول دوه بُعدي جاسوس شو.
حمدالله محب چې د امنیت شورا مشاور و، د افغانستان تر څنګ یې د امریکا تابعیت هم درلود، چې له هغوی سره یې د پراخو اړیکو ښکارندویي کوي. همدا ډول سمیع سادات، خوشحال سادات، اسدالله خالد، جنرال عبدالرازق او یو شمېر نور کسان بیا په پوځي برخه کې د امریکایانو مدافعین او ساتونکي وو، که څه هم دوی په پوځي برخه کې د امریکا تر نفوذ لاندې وو، خو ځینو چارواکو یې د روسیې لپاره کار کاوه، لکه د جمهوریت وروستی دفاع وزیر بسم الله محمدي.
د پایلې په توګه ویلای شو، چې پرځېدلی جمهوریت د بهرنیو هېوادونو د جاسوسانو یو قوي ځاله وه او په بېلابیلو برخو کې یې د هغوی لپاره فعالیتونه ترسره کول. د جاسوسو چارواکو او بهرنیو متحدانو اړیکې او ملاتړ د مختلفو عواملو پر بناء و. د دوی اصلي څهرې هغه وخت لا زیاتې رسوا شوې چې کله د جمهوریت له پرځېدو سره هر جاسوس هماغه هېواد ته ستون شو، له کومه چې افغانستان ته د جاسوسۍ لپاره د چارواکو په ډول را لېږل شوي وو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.