ټولګټو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، په سالنګونو کې هوا لمریزه ده او دامهال یاده لویه لار د واورې د زیاد ضخامت او د هيواد والو د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د ترافیکو پرمخ تړلې ده،
د یاد وزارت په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل د واورو په پاکولو بوخت دي؛ تر څو یاده لویه لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
یاد وزارت زیاته کړې ده چې، په سرپل ولایت کې د قم کوتل او د البدر ولسوالۍ مسیرونه د ترافیکو پرمخ تړلي دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې د واورې پاکولو چارې جریان لري.
ټولګټو چارو وزارت زیاته کړې ده چې، په بدخشان، تخار او فاریاب ولایتونو کې هم په تیرو دریو ورځو کې درنه واوره ورېدلې، چې دا مهال یې د اړوندو ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو له لورې له سړکونو او زیان منونکو سیمو څخه د واورې پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري.
د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ په دایکندي، غزني او بامیان ولایتونو کې هم ځينې نښلوونکي مسیرونه د تیزې واورې د ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو، چې د اړوند ولایتي ریاستونو په دوامداره هلوځلو د ترفیکو پرمخ پرانیستل شوي دي.
یاد وزارت له ټولو موټر چلوونکو څخه هيله کړې، چې د یادو لویو لارو او سړکونو څخه د سفر پرمهال د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ژمنۍ گرمې جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري، ترافيکي قوانین دې مراعت کړي، د مؤظفینو لارښوونو ته دې پاملرنه وکړي او له بي ځايه سبقت څخه دي په کلکه ډډه وکړي.