ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۷/۵ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ترکیې هېواد ته ولاړ.
۲_ارګ: د رياست الوزراء اداري مرستيال په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل.
۳_سالنګ لويه لار له درې ورځو تړل کېدو وروسته نن د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
۴_خوست کې د ګازنيونې له امله پنځه تنو خپل ژوند بايللی.
۶_د اطفایې لوی ریاست دولتي او نا دولتي بنسټونو او ادارو ته د ناوړه پېښو د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره جدي سپارښتنې کړي.
۷_د امر بالمعروف محتسبينو کندوز کې ۴۵ کلن معيوب سړي ته د ۱۳ کلنې انجلۍ د نکاح مخنيوی کړی.
- [ ] سیمه:
۱_بلوچستان د تېرې ورځې د سرتېري برید په پایله کې تر ۷۷ ډېرو پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې.
۲_زلمی خلیلزاد: پاکستان بیا ځلي پیل ته اړتیا لري او دا باید د عمران خان له ازادۍ سره پیل شي.
۳_اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ بیا پیل شوې.
۴_بنو کې پاکستاني طالبانو د پوځ پر يوه پوسته برید کې دوه پوځيان وژلي.
۵_پاکستاني طالبانو د خپلو بریدونو په دوام بنو ولايت کې ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.
۶_بنو ولايت کې پاکستاني طالبانو د ليزر وسلې پر مټ دوه پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_د حزب الله مشر: اسرائيل د اوربند له پرېکړې سرغړونه کوي او زموږ صبر پای ته رسېدلی. - [ ] نړۍ:
۱_د کاناډا لومړی وزير جسټون ټروډو استعفا ورکوي.
۲_د امريکا د بهرنيو چارو وزير: موږ له افغانستان څخه درس اخيستی او بل نسل نه لرو چې په افغانستان کې وجنګېږي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.