د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني کابل کې د ایران هېواد له سفیر علیرضا بېکدلي سره لیدلي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې لیدنه کې ښاغلي حقاني د ایران نوي سفیر ته ښه راغلاست ویلی او هیله یې څرګنده کړې چې نوموړی د دوو هېوادونو د اړیکو په لاپیاوړتیا مثبت او ګټور رول ولوبوي.
د خبرپاڼې له مخې بېکدلي په دغه لیدنه کې ویلي، چې، «موږ مسلمان او ګاونډي ملکونه یو، دواړه هېوادونه اسلامي نظامونه لري چې په طبېعي ډول مو تر منځ اړیکې نږدې دي او دا مشترکات د دواړو هېوادونو د قوت سبب ګرځي.»