د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمد الله فطرت وايي د امریکا له لوري له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او په کلکه یې ردوو.
ښاغلي فطرت زياته کړې چې حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي، او اسلامي امارت له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې.
مرستيال وياند زياته کړې هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه مصارف دي چې ډېره برخه یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوي او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوي چې له دوی سره یو ځای افغانستان څخه وتښتېدل.
د ښاغلي فطرت په وينا امريکا يوه څه اندازه د بشري مرستو په نوم پيسې نړيوالو موسسو ته د افغانستان لپاره وکړي چې په حقيقت کې یې ټولې بېرته د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره مصرف کړي، او د افغانانو د هېڅ درد دوا نه دي.