د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې افغانستان کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو غواړي چې د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسیې او اسلامي امارت تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د همکارۍ او پراختيا په موخه دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي.
د ياد اژانس د راپور له مخې ضمیر کابلوف ويلي دا کاري ډله به د اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي کمیسیون ځای ونیسي او په رامنځته کېدو سره به یې په ډېرو برخو کې د دواړو هېوادونو همکاري زياته شي.