تېره ورځ د فاریاب مرکز میمنه کې د شمال زون د والیانو، امنیه قوماندانانو او د استخباراتو رئیسانو تر منځ د همغږۍ او ګډې همکارۍ ناسته شوې ده.
په دغه ناسته کې د مسئولینو ترمنځ خپلو ولایتونو کې د چارو لا ښه والي او پرمختګ په موخه مشورې او د همکارۍ ژمنې شوې دي.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې مرکز کې د استخباراتو عمومي رياست کورنيو چارو او دفاع وزارتونو ترمنځ هم د امنيتي او تصفيويي کميسيون تر چتر لاندې د همغږۍ ناستې شوې دي.