مالیې وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیستم (AFMIS) ته یې له نړیوالو معیارونو سره سمه پراختیا ورکړې ده، چې د عامه مالي سکټور د اغېزناک مدیریت، مالي چارو راپور ورکولو او د لګښتونو د کنټرول په برخه کې به د روڼتیا او غوره والي سبب وګرځي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې پخوانی سیسټم په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې د فريبلانس شرکت له لوري جوړ او پلی شوی وو چې اوس مهال له خورا ډېر لګښت او ټيټ سرعت سره مخ وو.
د ياد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ په نوې بڼه جوړ شوی افميس سيسټم د هېواد د مالي مديريت د لا ښه والي په برخه کې يوه مهمه ستراتيژيکه لاسته راوړنه ده چې له نویو نوښتونو سربېره د مهمو مالي سیستمونو سره د نښلېدو وړتیا لري او په ۱۴ کلیدي وزارتونو او ۸ ولایتي مستوفیتونو کې ازمویل شوی او اړوندو کارکوونکو ته مسلکي روزنه هم ورکړل شوې ده.