د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال درېیمې ربعې اړوند د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول او تحلیل کړي، چې لهمخې یې د صادراتو ارزښت ۶۶۹٫۷ میلیونه ډالره او د وارداتو ارزښت ۳ میلیارده او ۲۵۴٫۴ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ۱۴۰۲ کال په درېیمه ربعه کې د صادراتو ارزښت ۶۳۴٫۸ میلیون ډالرو ته رسېده چې د روان کال د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال په پرتله ۳۴٫۹ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.