د صهیونیستي رژیم د ملي امنیت وزیر ایتمایر بن ګویر چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم او حماس اسلامي غورځنګ ترمنځ د اوربند مخالفت کوي په تازه څرګندونو کې ویلي چې، “نتنیاهو سره مینه لرم، دی دې لومړی وزیر پاتې شي، خو زه د اوربند تړون له امله استعفاء ورکوم.”
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې نن ماځیګر په یوه غونډه کې د صهیونیستي رژیم امنیتي کابینې په غزه کې د اوربند هوکړه لیک تصویب کړ.