Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند: له اسلامي امارت سره په لوړه کچه تعامل لرو
    سیمه

    د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند: له اسلامي امارت سره په لوړه کچه تعامل لرو

    صابر افغانصابر افغان18 جنوري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند «رندهیر جېسوال» وایي، دغه هېواد هڅه کوي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري او پراختیایي همکاریو پر بنسټ تعامل ته دوام ورکړي.

    د هندوستان ټايمز رسنۍ د راپور له مخې رندهیر جېسوال په یوه خبري غونډه کې هندي چارواکو سره د اسلامي امارت د چارواکو کتنو په ځانګړې توګه متحده عربي اماراتو کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، مولوي امیرخان متقي سره د هند بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کتنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په لوړه کچه تعامل دی او زیاته کړې یې ده چې موخه یې له افغانانو سره د اوږدمهاله اړیکو پیاوړتیا ده.

    جېسوال د هند کرېکټ په غوره لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدو ته په اشارې زیاته کړې چې، هند دغه راز د ورزش په برخه کې هم له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي.

    جېسوال ویلي: « موږ دغه راز غواړو چې د ورزش په برخه کې هم ډېر څه وکړو، تاسو به لیدلې وي چې، ډېر شمېر افغان لوبغاړي دلته په ای پي ال (هند غوره لیګ) کې لوبیږي او د ګریټر نویډا کرېکټ لوبغالی هم افغانستان ته ځانګړی شوی دی. دا ټولې هغه برخې دي چې، موږ غواړو خپلې اړیکې پکې پیاوړې کړو.»

    د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ يوه لوړ پوړي پلاوي د هند د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال په مشرۍ پلاوي سره په دوه اړخيزو همکاريو خبرې وکړې.

    مخکینۍ مقالهد عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا نړیوال سازمان له مرستیال او مل پلاوي سره کتلي
    راتلونکي مقاله د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د څه باندې ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي

    مربوطه لیکنې

    اتحاد المجاهدين په تېرو لسو ورځو کې ۹۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    27 اپریل 2026

    د بلوچستان ازادۍ پوځ: په جلا-جلا بریدونو کې مو د پاکستاني رژیم د پوځ او استخباراتو ۷۱ غړي هلاک او ټپیاڼ کړي

    27 اپریل 2026

    امريکا ته د ايران نوی وړاندیز؛ لومړی بايد د هرمز تنګي ستونزه حل شي

    27 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 30 اپریل 2026

    په مقاومت جبهه کې د انشعاب پایلې او کاغذي نهضتونه

    د تش په نوم مقاومت جبهې د مخکني غړي حامد سیفي په مشرۍ د آزادۍ(!)…

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۸۴زره ټنه انتقالات شوي دي

    30 اپریل 2026

    ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۳میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

    30 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په مقاومت جبهه کې د انشعاب پایلې او کاغذي نهضتونه

    30 اپریل 2026

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۸۴زره ټنه انتقالات شوي دي

    30 اپریل 2026

    ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۳میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

    30 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،161 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.