د افغانستان اسلامي امارت، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو د مرستو د لېږد په تړاو، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې، افغان حکومت پر بهرنیو مرستو تکیه او تړلی نهدی.
ښاغلي نظري، له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، دغه ګواښونه د اسلامي امارت پر پرېکړو کومه اغېزه نهشي کولای.
ښاغلي نظري د خبرو پر دوام ویلي: «اسلامي امارت په ټولو برخو، په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې، په بشپړه توګه یو خپلواک نظام دی او هیڅکله پر بهرنیو مرستو متکي نهدی، نو دا ډول ګواښونه د اسلامي امارت د پرېکړه کولو پر سیاست هېڅ ډول اغېزه نهشي کولای.»
د امریکا ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې: «ایا څوک پوهېږي چې، موږ هر کال میلیاردونه ډالر افغانستان ته ورکوو؟ که موږ هر کال مېلیاردونه ډالر ورکوو، نو هغوی (اسلامي امارت) ته ووایاست چې، موږ به هغوی ته پیسې ورنه کړو، مګر دا چې، زموږ تجهیزات بېرته راکړي.»
ټرمپ تردې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې چې بیا د اسلامي امارت له خوا په کلکه رد شوې وې.