د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، چې د یاد شرکت عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت له روانو فعالیتونو، رغنیزو چارو او کاري بهیر څخه د لیدنې پر مهال د شرکت د چارو د لا ښه والي او موجودو ظرفیتونو د اغېزناکې کارونې په اړه لازمې لارښوونې کړي.
مولوي احمدجان بلال ټینګار کړی، چې ابنسینا فارمسي دې له شته ظرفیتونو په اغېزناکه توګه استفاده وکړي او د چارو د لا ښه والي لپاره منظم مدیریت، مسلکي کار، همغږي او د مسوولیتونو پر وخت ترسره کولو ته پاملرنه وکړي.
د شرکت د فعالیتونو د لا پیاوړتیا، موجودو ظرفیتونو د اغېزناکې کارونې او د کاري موخو د تحقق لپاره پر لا زیاتو هڅو هم ټینګار شوی.


