د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ځواکونو یې د دېره اسماعیل خان ولایت، د پروآ ولسوالۍ، «سړه ګره» سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر ماین منفجر کړی چې، په ترڅ کې یې اتو تنو پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه بمي برید کې پنځه پوځیان وژل شوي، درې تنه یې ټپیان شوي او موټر یې هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.