Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دوحې څلورمه ناسته به بغاوتګر له سیاسي ډګره حذف کړي
    لیکني

    د دوحې څلورمه ناسته به بغاوتګر له سیاسي ډګره حذف کړي

    صابر افغانصابر افغان26 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د دوحې څلورمه ناسته چې په نږدې راتلونکي کې به ترسره شي، له نښو او قراینو داسې معلومېږي چې د شر او فساد ډلې وزن او اغېز به تر بل هر وخت ډېر سپک او بې‌ ارزښته کړي.

    یوازې په تېرو څو میاشتو کې ډیر داسې لاملونه تر سترګو شوي چې له مخې یې بغاوتګر لاډېر منزوي او ګوښه شوي، د دې لاملونو تر څنګ به، د طالبانو د هلو ځلو په مټ هم د شر او فساد ډله د سیاست له ډګره حذف شي.

    په تېرو دریو کلونو کې بهرنیو استخباراتي کړیو په دې ډله پورې خپلې ډېرې هیلې او امیدونه تړلي وو، خو دا ډله ونه توانېده د دوی هیلې پوره کړي. هر ځل یې چې د راپورته کېدو هڅه کړې، د اسلامي امارت ځواکونو په چټکۍ سره ځپلې ده. نو په دې اساس، د طالبانو حکومت نظامي بریاوې به د شر او فساد ډلې لخوا د سیاسي ډګر د پرېښودو یو له اصلي لاملونو څخه وي.

    بل لوري ته ځینو هېوادونو د شر او فساد ډلې د ملاتړ له لارې هڅه کول چې پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني او له دې ډلې په کار اخیستو فشار وارد کړي.

    خو په تېرو دریو کلونو کې یاده ډله په دې ونه توانېده چې د افغانستان یو متر خاوره هم تر خپل واک لاندې راولي، له همدې امله پر سرپرست حکومت باندې د فشار د وسیلې په توګه هم ناکامه شوه. لکه څرنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انتوني بلینکن هم په خپلو وروستیو کنفرانسونو کې دې موضوع ته اشاره کړې وه.

    یو مشهوره مقوله ده چې وایي: «د سیاسي ډګر ارزښت او وزن د نظامي ډګر له مخې ټاکل کېږي.»
    د نظامي او سیاسي ډګرونو ترڅنګ د شر او فساد ډلې په منځ کې نورې جدي ستونزې هم شتون لري او حالت یې ګډوډ دی. دا ډله چې پخوا د طالبانو پر وړاندې یو واحد حرکت ګڼل کېده، اوس په بېلابیلو ډلو وېشل شوې ده. د دوی په منځ کې قومي، ژبني، سیمه‌ ییز او ملي اختلافات خپل اوج ته رسېدلي دي، همدا لامل دی چې پخواني یاران یې هم په رقیبانو بدل شوي.

    تر ټولو مهمه دا چې څو مياشتې وړاندې د شر او فساد د غړو ترمنځ يو داسې ائتلاف جوړ شو، چې د مغرضو استخباراتي کړیو په لاس یو منظم او پلان شوی اشر ګڼل کېدای شي. دې اشر نه يوازې د دوی ترمنځ یووالی رامنځ ته نه کړ، بلکې د دوی داخلي ټکرونه یې لا پسې زيات کړل، مشرانو یې د يو بل په وړاندې سخت دريځونه ونيول.

    د بېلګې په توګه، اسماعيل خان او يونس قانوني د حنيف اتمر په ضد توندې خبرې وکړې، په پایله کې حنيف اتمر اړ شو چې له اشر څخه ووځي. دې تاوتريخوالي نه يوازې د دوی داخلي اختلافات ډیر کړل، بلکې دغه ډله يې نوره هم ټوټه، ټوټه کړه او د دوی منفورې څهرې يې بهرنيو ملاتړ کوونکو ته په ډاګه کړې.

    د يادونې وړ ده چې په وروستيو مياشتو کې د آزادۍ او مقاومت په نوم جبهو ترمنځ هم سخت اختلافات رامنځ ته شوي. غړو یې نه تنها په سختو او رکیکو الفاظو یو او بل ته توهین وکړ، بلکې د خپلو مړو او وژل شویو تورونه یې هم په یو او بل پورې کړل.

    د دې ډلې له خوا د ډيورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه منل او د کرکټ د ملي لوبډلې په ضد دریځ، دوی داسې یو حالت ته رسولي چې خلک یې نور د افغانانو په نوم نه پېژني.

    هغوی چې پخوا یې په یوه واحد دریځ سره ونشوای کولای، چې د اسلامي امارت پر وړاندې په ګډه سياسي ګام واخلي، اوس چې د قوم، ژبې او مليت پر اساس پاشل شوي، له شک پرته د اسلامي امارت د سياسي ځواک طوفان به یې له نړۍ وال سیاسي ډګر څخه محوه کړي.

    په همدې اساس، د دوحې په څلورمه ناسته کې به اسلامي امارت هغه جريانونه له سياسي ډګر څخه حذف کړي، چې د ځان لپاره یې هیڅ ارزښت نه دی پرې ایښی، برعکس، د طالبانو حکومت به د خپل خپل نظامي ځواک، واحد صف او له دې خاورې د ساتنې په مټ وکولای شي خپله سیاسي برلاسي، تر پخوا ډېره ثابته کړي.

    دا موضوع د طالبانو حکومت لپاره يو مناسب فرصت دی تر څو د دوحې په څلورمه ناسته کې د شر او فساد ډلې له سياسي ډګر څخه حذف کړي، دا اقدام کولای شي د افغانستان د خلکو او سرپرست حکومت تر منځ د یوه نښلوونکي ټکي په توګه ثابت شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسرائیلي رژیم د زندانونو نا ویل شوې؛ اسعد زعرب: اسرائیلي زندانونه دوزخونه دي
    راتلونکي مقاله د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته خپل سفر پیل کړ

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.