کابل کې د ایران سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کابل کې د افغانستان اسلامي امارت له رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره کتلي دي.
عباس عراقچي نن سهار کابل ته راغلی او تر دې وړاندې یې له خپل افغان سیال مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو خبرې کړې دي.