عربي رسنیو راپور ورکړی چې د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم د اوربند د تړون له مخې د غزې له شمال نتارسيم څخه صهيونيستي پوځيان وتلي، او ميليونونه بې کوره فلسطيني وګړي خپلو سيمو ته د ستنېدو په حال کې دي.
له بل لوري اسرائيلي پوځ هم رسماً د نتارسيم د پرېښودو خبر ورکړی او ويلي یې دي چې په تدريجي ډول یې ياده سيمه پریښې او فلسطيني وګړي کولای شي خپلو کورنو ته وګرځي.
د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند تړون د حماس غورځنګ په ګټه له څوارلس مياشتنۍ بريالۍ مبارزې او جګړې وروسته لاسليک شو چې له مخې به یې صهيونيستي رژيم د غزې نيول شوې ساحې پرېږدي او سلګونه فلسطيني بنديان به هم خوشې کوي.