Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»د امریکا، چین، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو زیاتوالی
    نړۍ

    د امریکا، چین، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو زیاتوالی

    صابر افغانصابر افغان3 فبروري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د درېیو اجرایي فرمانونو په صادرولو سره له چین، کاناډا او مکسیکو څخه امریکا ته پر وارداتي سوداګریزو توکو نوې تعرفې ولګولې. د دغو فرمانونو له مخې، سر له سې‌ شنبې ورځې، به چینایي توکي له ۱۰ سلنه او کاناډایي او مکسیکویي سوداګریز توکي به له ۲۵ سلنه تعرفو سره مخامخ شي. د امریکا دا اقدام د یادو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

    چین اعلان کړی چې دا موضوع به د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) ته وړاندې او پر وړاندې به یې خپل ځوابي اقدامات ترسره کړي. د چین سوداګرۍ وزارت ویلي، چې پیکنګ له واشنګټن سره د خبرو اترو غوښتونکی دی، خو په مقابل کې د دښمنانه سیاستونو پر وړاندې به خاموشه پاتې نه‌شي.

    په ورته وخت کې د کاناډا لومړي وزیر، جسټن ټروډو، له خپلو خلکو غوښتنه کړې چې امریکايي محصولات تحریم کړي.

    د امریکا تعرفو ته په ځواب کې مکسیکو هم غبرګون ښودلی او د دې هېواد ولسمشر، کلودیا شین‌بام، په یوه پیغام کې ویلي چې خپل اقتصاد وزیر ته یې امر کړی چې متقابل اقدام وکړي.

    بل خوا ټرمپ یو ځل بیا وړاندیز کړی چې کاناډا دې د امریکا ۵۱م ایالت شي، تر څو له مالیاتو څخه ګټه پورته کړي. نوموړي ادعا کړې چې امریکا کاناډا ته میلیاردونه ډالر ورکوي او پرته له دې مالي مرستې کاناډا نه‌شي کولی خپل اقتصادي ثبات وساتي.

    ټروډو خبرداری ورکړی چې د امریکا نوې تعرفې به په امریکا کې د خوړو، تیلو او د موټرو جوړولو فابریکو د احتمالي تړل کېدو لامل شي. نوموړي همداراز له کاناډایي وګړو غوښتنه کړې چې امریکا ته له سفر کولو ډډه وکړي.

    د چارو د شنونکو په باور د دغو هېوادونو ترمنځ سوداګریز کړکېچ کولی شي په نړیوالو مالي بازارونو اغېزه وکړي.

    مخکینۍ مقالهد بهر مېشتو کمېشن‌کارو او پروژه یي مېرمنو لالهانده منډې او بې ګټې پایلې!
    راتلونکي مقاله ترکي «ماروېسټ» شرکت افغانستان کې د نوې ټېکنالوژۍ پر مټ د برېښنا تولید او وېش ته لېوالتیا ښودلې

    مربوطه لیکنې

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.