رویټرز خبري اژانس وايي، د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هېګست به خپل لومړی سفر د امریکا او مکسیکو ګډې پولې ته وکړي.
د راپور له مخې دا سفر، چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ وشي، د ټرمپ د حکومت پر مهال د پولو د امنيت او پياوړتيا او امريکا ته د غير قانوني کډوالو د مخنيوي لپاره د پنټاګون د ځانګړې پاملرنې او تمرکز نښه ده.
د يادونې وړ ده چې د کډوالۍ اړوند د ټرمپ د تګلارو د پلي کولو لپاره د امريکا له فوځي امکاناتو ډېر کار اخېستل کېږي.