ټولنيز فعال او خبريال ميرويس افغان ترکيه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) او د پرځېدلي جمهوريت د ځينو سیاسيونو ترمنځ وروستۍ ناستې ته په اشارې ويلي چې د پاکستان ملاتړ کوونکي او پرديو استخباراتو ته لکۍ ښوروونکي افغانان نه شي کېدلای او هېڅوک یې بايد ملاتړ ونه کړي.
نوموړي ويلي«په کور دننه د طالبانو له حکومت سره اختلافات ساتل د هر افغان حق دی؛ خو که څوک د پاکستان ملاتړ ته لکۍ ښوروي هغه افغانان نه دي ملاتړ یې مه کوئ».
هغه دغه راز وروستيو سياسي حالاتو ته په کتو ويلي چې تر اوسه داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې د امریکا متحده ایالات یا نوره نړۍ دې د سرپرست حکومت د چپه کولو اشاره ورکړې وي، دم ګړۍ داسې ښکاري چې یواځې پاکستان د سرپرست حکومت د کمزوري کولو هڅه کوي.
ميرويس افغان دغه راز زياته کړې چې دا یوه خبره باید بربنډه او ښکاره وکړو؛ البته بل څوک که یې کوي که یې نه کوي خو زه دا وایم هر افغان چې د پاکستان يا د بل هر چا په لاس د اوسني نظام د نسکورولو هڅه کوي هغه افغان نه دی.