په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت د مخالفینو لهخوا د ښځو په نومونو د مستعارو اکاونټونو جوړولو بازار ګرم شوی؛ که یو خوا په دغه ګرم بازار کې د ښځو په مستعارو نومونو او جعلي رسنیزو شخصیتونو د منفي تبلیغاتو پراخه څپه را پیل شوې، بلخوا یې بیا رسوايي هم پیل شوې او یو په بل پسې افشاء کېږي.
د نجونو په مستعارو نومونو تبلیغاتي اکاونټونه د بهر مېشتو کرايي لیکوالانو د هغه پروژو برخه ده، چې د افغان ملت د فکري او رواني امنیت د ځپلو او له منځه وړلو لپاره استفاده ترې کېږي. دوی له پخوا په دغه تبلیغاتي پروژو تغذیه شوي او لا هم تغذیه کېږي.
بهر ته تښتېدلو پروژهيي لیکوالانو، مطبوعاتیانو او د یرغل د فکر لارویانو لا هم په داسې ټولنه کې د منفي تبلیغاتو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی او د پراخولو هڅې یې کوي، چې پوره شل کاله غربي یرغلګرو په خپلو منځونو کې د منفي تبلیغاتو له امله په ډیرو دښمنیو اخته کړی و او تر منځ یې د فاصلو ایجاد ته کار کاوه.
مستعار اکاونټونه چې اوس یو ځل بیا د سرپرست حکومت د مخالفینو په منځ کې د تبلیغاتي جګړې مطرح تکتیک دی، د دروغجنو او ناسمو اطلاعاتو ترڅنګ یې د پروپاګند او تحریف لپاره استفاده کوي؛ د مخالفینو له جملې دغه تکتیک د مقاومت جبهې په منځ کې خورا مطرح او له پخوا را پیل شوی و.
د نجونو په نومونو اکاونټونه په افغانستان کې د جمهوري بدنام حکومت پر مهال د امرالله صالح له خوا د مقاومت جبهې په منځ کې را پیل شوي وو، علي مثیم نظري او د دغه جبهې نور غړي لا هم له جعلي هویت څخه په استفاده ګڼ شمېر اکاونټونه استفاده کوي.
په دې وروستیو کې د هندوکشغږ لخوا د پخوانیو چارواکو او ځینو مخالفو جبهو د غړو هغه غږیز پیغامونه هم خپاره شول، چې پهکې خپلو همکارانو ته د نجونو په نوم د مستعارو اکاونټونو د جوړولو او د هغوی له لارې د سرپرست حکومت په وړاندې د پراخو تبلیغاتو کولو لارښوونې کوي.
په بهر کې مېشت مخالفین د یادو مستعارو اکاونټونو له لارې نه تنها دا چې د سرپرست حکومت په وړاندې ناسم تبلیغات کوي، بلکې په ځینو مواردو کې د اسلام د مقدس دین په وړاندې هم دریځ نیسي، د مقدساتو او ارزښتونو توهین کوي او له دې لارې غواړي څو پیسې او په بهر کې د دایمي هستوګنې اسناد ترلاسه کړي.
په بېلابېلو نومونو مستعار تبلیغاتي اکاونټونه په ټولنه کې د بې باورۍ لامل هم ګرځېدلي او ټولنیزه ستونزه یې ایجاد کړې ده؛ ځکه ښايي له ځینو مستعارو اکاونټونو غیر اخلاقي استفاده وشي، د اکاونټ تعقیبونکي بلکمېل شي. له همدې امله باید په ټولنه کې عام وګړي د مخالفینو له دغه تکتیک سره بلد وي او د دوی د مستعارو تبلیغاتي ادرسونو له پروپاګند څخه متأثر نه شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.