تېرې دوه لسیزې پر افغان ملت هغه خلکو چې یوازینۍ موخه یې واک، قدرت او مادي ګټې ترلاسه کول وو، د ډالرو په لوی سېلاب کې یې افغان ملت او هېواد ته هیڅ ډول بنسټیز کار ونه کړ.
د ترسره شویو سروې ګانو له مخې افغانستان ته د امریکا او د هغوی د متحدینو له خوا تر ټریلیونونو هم ډېر ډالر په شل کلن جمهوري رژیم کې راغلل، که د دې راغلو ډالرو لس سلنه یې هم افغانستان کې په زیربنایي پروژو او ورته چارو لګول شوې وای، افغانستان به د سیمې او نړۍ په کچه په یو بې ساري مثبت اقتصادي حالت کې قرار درلود، په کور دننه به سلګونه زره خلک په کارونو بوخت وو، ځوانان به د کار موندلو لپاره پر قاچاقي لارو اروپا ته نه تلل او نه به د یونان او نورو هېوادونو په اوبو کې د ماهیانو خوراک کېدل.
په تېرو دوه لسیزو کې دلته یو کاذب اقتصاد د هغه واکمنانو له خوا رامنځ ته شو، چې یوازینۍ موخه یې شخصي ګتې، په دوبۍ، استانبول، لندن او د نړۍ په نورو ښارونو کې خپلو خپلوانو ته قصرونه جوړول، سوداګرۍ او نور رامنځ ته کول وو، دوی د شخصي موخو لپاره د میلیاردونو ډالرو سېلاب د شخصي اکاونټونو خوا ته کش کړ.
د تېر حکومت د حاکمیت پر مهال د راغلو میلیاردونو ډالرو په سېلاب کې نه یو معیاري روغتون جوړ شو، چې افغانان د پاکستان، هند او نورو هېوادونو تګ ته اړ نه شي، نه د اوبو د مهار او برښنا د تولید په برخه کې بنسټیز کار ترسره شو، چې له افغانستانه میلیاردونه متره مکعب تلونکې اوبه له ګاونډیو رامهار شي او د میلونونو ډالرو د کلنیو قراردونو په ځای په داخل کې برښنا تولید شي.
د تېر حکومت تېر ایستونکو چارواکو په هېواد کې د کار موندنې د فرصتونو د ډېرولو په ځای افغانستان ته راغلې پيسې د سترو شخصي ودانیو په جوړولو مصرفولې، چې تنها یې ګټه شخصي اکاونټونو ته تلل.
له دې ټولو معلومېږي چې میلیاردونه ډالر افغانستان ته راغلي وو، خو تنها د ګوتو په شمار د څو اشخاصو شخصي اکاونټونو ته لاړې، نه یې کومه بنسټیزه پروژه پلې کړه، نه یې د ځوانانو لپاره د کار زمینه مساعده کړه، نه یې د اقتصادي ثبات لپاره کوم بنسټیز کار وکړ، نه د اوبو د مهار، د برښنا د تولید او نه هم د زراعت په برخه کې اساسي کار وشو؛ په کُلي توګه یې د افغانستان د راتلونکې لپاره هیڅ راز واقعي کار ترسره نه کړ، بلکې لکه څنګه چې د الوتکو له لارې راغلي وو، بیرته همداسې د یرغلګرو له ماتې سره، له هېواده ورک شول، افغانان او ناخوالې یې د میراث په توګه سرپرست حکومت ته پرېښودل او افغان ملت سره یې د واقعي اقتصاد د نه جوړولو له امله ستره جفا وکړه.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.