د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر، ملا هدایت الله بدري د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د سرب او جستو کان تړون له یوه کورني سوداګریز شرکت سره د «۸۳۸۷۵۰۰۰» افغانیو په ارزښت، لاسلیک کړی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، سرپرست وزیر د یاد کان په اړه خبرو کې ویلي، چې د دې کان تړون به د پنځو کلونو لپاره وي په دې شرط چې دوی د کانونو د اصولو، کړنلارې او مکلفیتونو سره سم کار او فعالیت وکړي، نو د ټاکل شوې مودې له بشپړیدو وروسته به د دوهم ځل لپاره تړون نوی شي. دغه راز به د شرکت د ژمنو پر اساس، پروسس به یې سل سلنه د هېواد دننه ترسره کېږي.