د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر قاري دینمحمد حنیف په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ له رئیس نیکولا بلومو سره د اقتصادي، پراختیايي او بشري همکاریو پر پراختیا، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او په افغانستان کې د پانګونې پر جلبولو خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، قاري دینمحمد حنیف د کرنې، کانونو، انرژۍ، صنعت او زیربناوو په برخو کې د اروپايي ټولنې پانګونې پر اهمیت ټینګار کړی او له اروپايي ټولنې یې غوښتي چې د اقتصادي محدودیتونو او بندیزونو د لرې کېدو او له افغانستان سره د مالي او اقتصادي تعاملاتو د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه، معیشت او اساسي خدمتونو اړتیاوې هم د بشري او پراختیايي همکاریو مهم لومړیتوبونه بللي.
بلومو افغانستان د اروپايي ټولنې د پاملرنې په محور کې بللی او د افغانانو د ملاتړ لپاره یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی. دغه راز دواړو لورو د اقتصادي، پراختیايي او بشري همکاریو پر دوام او د ګډو همکاریو د نویو فرصتونو پر موندلو ټینګار کړی دی.


