شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستان د طالبانو غورځنګ خبر ورکړی چې ځواکونو یې، وزيرستان کې له پاکستاني پوځیانو سره په جګړه کې ۱۸ پاکستاني پوځيان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي دي. د یاد غورځنګ په وینا، په دغه جګړه د دوی یو سرتېري هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.ورته مهال د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په دغه جګړه کې د لسو تنو پاکستاني پوځیانو مرګژوبله تائید کړې او ویلي یې دي چې له دې ډلې څلور پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني طالبانو تېره مياشت په ۴۰۹ بریدونو کې د پاکستاني رژيم نږدې ۷۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې1 مې 2026