شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوي دي.د مسوولینو په خبره، د وروستیو څېړنو له مخې، ۳۰ کانونه ثبیت شوي چې له ډلې یې د دوه کانونو عملي استخراج چارې هم پيل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې په یادو کانونو کې مس، کرومایټ، نفرایټ، تالک، ازبست، کلیست، ابرک او د قيمتي ډبرو یو شمېر نور مهم کانونه شامل دي. د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، په نوي کال کې هم د لوګر په مرکز پلعلم او یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې شته کانونه د قانوني استخراج په پار داوطلبۍ ته سپارل کېږي، چې په یادو کانونو کې به لسګونه بې روزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شي.
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث نورالحق انور: د کره معلوماتو خپرول د خلکو د پوهاوي او باور د پیاوړتیا لپاره مهم دي27 جولای 2026
د رياست الوزراء د دفتر عمومي رييس، ډاکټر ملا عبدالواسع: حکومت د رسنیو د پیاوړتیا او معلوماتو ته د اسانه لاسرسي لپاره ژمن دی27 جولای 2026
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني: د بدخشان پېښه د خلکو ملاتړ نه لري او د افواهاتو له لارې د ناامنۍ هڅه کېږي27 جولای 2026