په تېرو څو ورځو کې د اتریش په پلازمینه، ویانا ښار کې د ویانا د سمبولیکو او تشریفاتي غونډو د پنځم پړاو شاهدان وو؛ هغه غونډه چې د پخواني جمهوریت د اکثره بدنام او تښتېدلو څهرو کوربه وه.
هغه څه چې د پام وړ دي دا دي چې د دې غونډې تنظیموونکو، په دې پړاو کې د بحث کلیدي او بنسټیزه موضوع «له طالبانو وروسته افغانستان» بللې وه.
اوس پوښتنه دا ده: بالفرض که د دې خلکو په باطل زعامت د طالبانو حکومت سقوط وکړي، آیا د افغانستان خلک به د کورنیو ورانونکو جګړو دا بیرغداران او د جمهوریت د شلو کلونو د مصیبت اصلي عاملین د طالبانو حکومت د بدیل په توګه ومني او که نه!؟
هغه څهرې چې د ویانا په غونډه کې راټولېږي او له طالبانو وروسته د سبا په اړه خبرې کوي، له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو لپاره ټول شرایط ورته برابر وو او نه یوازې دا چې هیڅ چا یې مخنیوی نه کاوه، بلکې په مستقیم ډول د امریکا او د هغوی د متحدینو له خوا تمویلېدل.
په داسې وضعیت کې خیالي مشرانو خلکو ته د خدمت کولو او د هغوی په ټپونو د مرهم ایښودلو په ځای، په خپله د هغوی لپاره بلا وګرځېدل، له پردیو سره یې لاس یو کړ او د دې هېواد په ورانولو او پر ځورېدلي ملت باندې په ظلم او ستم کې یې له هیڅ هڅې څخه دریغ ونه کړ.
اداري او اخلاقي فساد، غلا، قتل، قاچاق، ترور، نا امني، بې عدالتي، قوم پالنه، بې وزلي، تبعیض، رشوت، خیانت، د مدیریت ضعف، قانون ماتونه، بهرنۍ مداخله، د تورو پیسو مینځل، جنایت، تښتونه، بېکاري، د مهاجرت بحران او له واک څخه ناوړه استفاده، د دغه څهرو د واکمنۍ پر مهال د خلکو پر وړاندې د ننګونو یوه کوچنۍ برخه وه.
د دغه تښتېدلو تر واک لاندې افغانستان د ورانۍ پر لور روان و، هغه ملت چې یو وخت یې د جهاد او مبارزې په ډګر کې نړۍوال شهرت درلود، خپل عزت او ویاړ یې له لاسه ورکړ او په حقارت ورته کتل کېدل.
دا ټولې منفي پایلې هغه وخت د افغان ملت په برخه شوې، کله چې د جمهوریت ماتېخوړلو سیاستوالو د هېواد چارې اداره کولې، که څه هم په حقیقت کې یې په دې خاوره کې د خپلو شومو پلانونو د پلي کولو لپاره د لویدیځ او امریکا له مهرو پرته بله دنده نه درلوده.
د دې هېواد خلکو د کلونو رنځ او کړاو او د تورو او تیارو ورځو له تېرولو وروسته، بالاخره د لاسپوڅي جمهوریت په سقوط سره، یو ځل بیا د رښتینې خپلواکۍ خوند وڅکه او هغه مقام او منزلت ته ورسېدل چې د هغه وړ وو.
اوس که د طالبانو حاکمیت ړنګ شي او هېواد بې سرپرسته پاتې شي، آیا واقعاً به د افغانستان ملت یو ځل بیا د خپل هېواد واک دغه بدنامو چپاولګرو ته وسپاري او په خپلو لاسونو ځانونه هلاک کړي او که د «آزموده را آزمودن خطاست» متل سره سم به د جنګ سالارانو په سینه د رد لاس کېږدي او د هېواد په لږو چارو کې به هم د پریکړې کولو اجازه ورنه کړي!؟
هغه پوښتنه چې ځواب یې د عقل له هر خاوند او هوښیار لپاره ښکاره او څرګند دی!
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.