د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤلین وايي، چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په یوولسو میاشتو کې له افغانستان څخه د څه باندې ۱۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوې صادرې شوې دي.
د ياد وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده ویلي چې، د روان ۱۴۰۳ مالي کال په یوولسو میاشتو کې له افغانستان څخه د شاوخوا ۱۴۳ میلیونه ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت، تازه میوې صادرې شوې دي.
د هغه په وینا، دغه صادرات پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، چین، انګلستان، هالنډ، امریکا، فرانسې، اسټرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا هېوادونو ته شوي، چې شاوخوا ۲۹۶ زره ټنه وزن لري.