افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې څو ځلې د استعمار او اشغال تر بار لاندې راغلی، خو هېڅکله نه دی تسلیم شوی او د خلاصون او بیا آزادۍ لپاره یې هڅه کړې او بالاخره یې خپله خپلواکي ترلاسه کړې ده.
په دې منځ کې، هغه هېوادونه چې هر ځل یې خپل پوځیان د افغانستان خاورې ته راننه ایستي، اړ وو چې دا کار د ځینو کسانو په ملاتړ او مرسته او پټو تفاهم لیکونو سره وکړي. دې کسانو هم له بهرنیو هېوادونو سره اړیکې لرلې او هم په یو ډول د حکومت په جوړښت کې وو او کولای یې شوای چې د اشغالګرو د ننوتلو لار هواره کړي.
دا هغه کسان دي چې د ملي یووالي مخالفین او د وطن او ملت خائنان دي چې د تاریخ په اوږدو کې په هر هېواد کې موجود وو او افغانستان هم له دې قاعدې مستثنی نه دی.
په دې کې شک نشته چې کله د اشغالګرو هېوادونو نومونه یادېږي، د امریکا، روسیې، فرانسې او بریتانیا په څېر هېوادونه د نوملړ په سر کې راځي او بې رحمي، تجاوز او وراني په هر هېواد کې د دوی د اشغال ښکاره نښې دي. دغه هېوادونو چې د نړۍ په هر ځای کې یرغل کړی، موخه یې یوازې لوټ، تالان او فساد و.
د هېوادونو د طبیعي سرچینو ډېره غلا، د هدف هېواد د خلکو ترمنځ تفرقه اچول، د اداري او ټولنیز فساد پراخول، د خپل ځان د سپین ښودلو لپاره پراخ تبلیغات، د آزادۍ غوښتونکو او وطندوستانو بد معرفي کول او… د اشغال شویو هېوادونو لپاره د دغه حکومتونو له تورو ګټو څخه دي.
امریکا چې د دې هرم په سر کې ده، هر ځل په یوه بېځایه پلمه پر یو هېواد برید کوي او تر خپله وسه وراني او تباهي په کې کوي. د بېلګې په توګه، کولای شو عراق ته وګورو او یا همدا خپل افغانستان چې د امریکا له خوا د اشغال ښکاره بېلګه وه. امریکایانو په پټو پلانونو او زهري تبلیغاتو سره، د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د عاملانو څخه د غچ اخیستلو په پلمه چې ګواکې په افغانستان کې وو، دې خاورې ته ننوتل او سلګونه نورې بېاساسه پلمې یې هم مطرح کړې.
روسیه هم له امریکا څخه کمه نه ده او ځان په هره تجاوزګرانه جګړه کې د امریکا بېبدیله سیال بولي او په اشغالګرۍ او ورانولو کې له امریکا څخه کمه نه ده.
که اوسني حالت ته وګورو، له ډېرو کلونو تېرېدو او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو له ماتې وروسته، اوس دا هېواد(روسیه) له خپل ګاونډي یوکراین سره په یوه نابرابره یا تحمیلي جګړه کې ښکېل دی. که پخوا ته وګرځو، افغانستان د امپراتوریو هدیره ده چې شوروي هم یوه له هغو ماتې خوړلو امپراتوریو څخه وه.
اوس یو شمېر ساده لوح خلک په همدا هېوادونو د خپل هېواد د ابادۍ او بدلون لپاره باور کوي او د هغوی زهري ډوډۍ په خپلو خلکو باندې خوري، په بدل کې یې د خلکو ارمانونه او هیلې د یوه خوندي او پرمختللي هېواد لپاره غلا کوي، وینې او ژوند یې ورڅخه اخلي.
له بلې خوا، د بهرنیو هېوادونو په لږو مرستو خوشحاله کېږي، خو له دې غافل دي چې له دې څو برابره دا لګښتونه د هدف هېواد د سرچینو په غلا او لوټلو سره ترلاسه کوي. یا د حکومت او خلکو ترمنځ د جګړې په اچولو او د هغې ډلې په وړاندې تبلیغاتو سره چې د هېواد د آزادۍ غوښتونکي وي، هره ورځ د اختلافاتو لمن پراخوي. خو کله چې یې ګټې خوندي شي او هغه څه چې غوښتل یې ترلاسه کړي، نو هرڅه ته شا کوي او خپله لار نیسي او ځي. دا د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له مذکوره هېوادونو، سره د همکارۍ او باور لنډیز دی.
خو د سرپرست حکومت یو شمېر مخالفین د جمهوریت له سقوط او د بهرنیو هېوادونو د دروغجن ملاتړ په دښته کې له سرګردانۍ وروسته، لا هم د هغوی په لمن کې ځانونه نغښتي او غواړي چې یو ځل بیا دا هېواد یا نور هېوادونه په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو په واسطه د غیر مستقیم حکومت او واک د لرلو لپاره خپل بخت وازمايي.
په داسې حال کې چې امریکا د بېلګې په توګه په افغانستان کې د خپلې بریا لار تړلې ولیده او همدارنګه د شل کلن اشغال په موده کې یې هر څه چې غوښتل څو برابره یې د هېواد له معدنونو او قیمتي زېرمو څخه استخراج او ولېږدول. خو د مخالفینو سترګې او غوږونه تړلي دي او دا واقعیتونه نه ویني.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.