Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له امریکا ناهیلی او لالهانده صالح د روسیې له خالي درباره د څه تمه لري؟
    لیکني

    له امریکا ناهیلی او لالهانده صالح د روسیې له خالي درباره د څه تمه لري؟

    صابر افغانصابر افغان27 مارچ 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې مېشت، د سي آی اې پخوانی جاسوس، د پرځېدلي جمهوریت لومړی مرستیال او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی امرالله صالح له نږدې څلور کلونو منډو ترړو، زاریو او ګیلو وروسته داسې ښکاري چې د امریکا او غرب له درباره ناهیلی شوی او دا ځل یې یوه بل او خالي درباره ته سترګې نیولې دي. امرالله صالح او نورو همفکرو او هم رکابه کسانو یې نږدې څلور کاله په امریکا او غرب کې له فرانسې نیولې بیا تر اسرائیلو پورې د هر چا دروازې وټکولې ترڅو په افغانستان کې د جګړې د اور بلولو لپاره ډالر ترې واخلي.

    دوی هلته پر حکومتونو سربېره، له جرمي شبکو، مافیايي ډلو، استخباراتي ادرسونو او د وسلو جوړولو د کمپنیو له مالکینو او ټولو هغو اړخونو سره ناستې ولاړې وکړې چې دوی فکر کاوه په افغانستان کې به د جګړې د پیل لپاره د دوی لاس نیوی وکړي. پر اکثریت منفي ځوابونو سربېره، ځینو استخباراتي ادرسونو او جرمي شبکو ورسره په مشروطه توګه د مرستې لپاره سر وخوځاوه، خو کله چې دوی د امرالله صالح او د دوی د ډلو او ټپلو کمزوری ظرفیت، وېشلی او پاشلی حالت او همدا راز پراخ خپل منځي اختلاس او فساد ولید، نو له دې کاره په شا شول او ویې نه غوښتل چې په دې ډول خیالي پروژو باندې خپلې پیسې او امکانات ضایع کړي.

    دا حالت له نږدې یوه یا یوه نیم کال راهیسې دوام لري، امرالله او د ده نور همفکري او هملاري په دغه موده کې په بشپړه توګه سر بد حاله دي، ځمکه ورته ځای نه ورکوي، نه په افغانستان کې دننه پرې څوک باور کوي او نه هم په بهر کې د دوی جګړې ته خریداران پیدا کېږي؛ له یوې خوا په افغانستان کې دننه عام خلک دغه کسان، د دوی اړوند ادرسونه او د دوی شومې موخې ښې پېژني، نو ځکه په هېڅ صورت ورسره هېڅ ډول همکارۍ ته چمتو نه دي، حتی سخت او شدید مخالفت یې هم کوي.

    له بلې بلخوا اوسني حکومت هم په کور دننه د نرمې او د ولس پر غوښتنو ولاړې پالیسۍ له لارې د ولس او خلکو په منځ کې اوږدې ریښې غځولي چې هېڅوک دې ته چمتو نه دي چې دا ريښې پرې کړي، ځکه دوی پوهېږي چې که دا ريښې پرې یا هم کمزورې کړي، نو پر دوی به بیا څه ډول ناتاره حالت راځي. له بلې خوا اوسني حکومت د خپل متوازن بهرني سیاست له برکته په تېرو نږدې څلورو کلونو کې سترې لاسته راوړنې درلودې، تر دې چې د خپل سر دښمن (امریکا) یې د همدې سیاست په پایله کې اړ کړه چې راشي او د یوه سیال حکومت په څېر یې پر ټغر کېني.

    د همدې فعاله او متوازن سیاست په پایله کې سرپرست حکومت وکولی شوای چې خپله بهرنۍ ډيپلوماټیکه دستګاه فعاله کړي، په بهر کې لسګونه افغان سفارتونه او ډيپلوماټیکې استازولۍ ورته وسپارل شوې او دا لړۍ نوره هم روانه ده. تر دې چې همدا تېره اونۍ له امریکا څخه په لومړي ځل یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغی او د افغان حکومت له استازو سره یې د یوه سیال حکومت په څېر پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې او دا لړۍ ښايي نوره هم وغځېږي، ډېر نور غربي هېوادونه هم ښايي د امریکا په څېر ورته اقدام وکړي او په ورو، ورو رسمیت او نورو مهمو مسایلو ته لار هواره کړي.

    کله چې امرالله صالح دا حالت ولید، نو شته نهیلي یې لا پسې ډېره شوه او اوس یې تازه هڅې پیل کړي چې له روسیې سره د دوستۍ او یارانې مزي وغځوي. په ټولنیزو رسنیو کې یې په روسي ژبه نشرات پیل کړي او هڅه کوي داسې وښيي چې د افغانستان د او امریکا ترمنځ وروستی ناسته ګواکې د روسیې په زیان ده. امرالله صالح او د ده هملاري به همدا هڅې کوي، خو لکه څرنګه چې له غرب ناهیلي شول، همداسې به د روسیې له خالي درباره هم ناهیلي کېږي، ځکه دوی یو ځل ازمویل شوي او بیا ورسره هېڅوک د ملګرۍ لپاره زړه نه ښه کوي. له بلې خوا روسیه د امرالله صالح، مقاومت جبهې او داعش ډلې له نږدې اړیکو ښه خبره ده، نو دوی به هېڅکله هم له دوی سره مرستې او دوستۍ ته زړه ښه نه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهجنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو په برید کې یو پولیس هلاک شوی
    راتلونکي مقاله د حماس غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع شهید شو

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي…

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.