د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ محتسبینو د دیني عالمانو په همکارۍ د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر راپورته شوې څلور کلنه شخړه حل او فصل کړې.
د یاد وزارت په وینا، محتسبینو په خپلو خبرو کې شخړې او جګړې د بدمرغۍ ستر لاملونه بللي او له ښکېلو اړخونو یې غوښتي څو خپلې ستونزې د تفاهم او مشورو له لارې حل کړي.