د پروان د باغ درې بند د دویمې برخې د چارو تړون، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له یوه چینایي شرکت سره شوی و، پرون یې چارې پيل شوې او ټاکل شوې چې په درېیو پړاوونو کې به پایته ورسیږي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته ویلي، دغه بند د څه باندې ۲۲۶ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او ټولیيز لګښت یې ۵۶۲ میلیونه ډالره دی.
ښاغلي منصور زیاته کړې، چې د دغې پروژې بشپړېدو سره به له ۲۲ زره او ۵۶۰ زیاتو کسانو ته د دائمي کار زمینه هم برابره شي.
ورته مهال د تړون کوونکي شرکت مسؤول ویلي، د برېښنا دغه بند د مس عینک پروژې په خاطر ځانګړی اهمیت لري او زیاته برخه برېښنا به په مس عینک کې ولګول شي.
د هغه په خبره، د برېښنا د دغه بند د جوړولو چارې به په اوه کلونو کې بشپړې شي.