انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د غزې ښار په لوېدیځه برخه کې الشفاء طبي کمپلکس ته څېرمه پر یوه استوګنیز اپارتمان د صهیونیستي رژیم په برید کې فلسطینۍ جوړه مېرمن او خاوند شهیدان او څو نور کسان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د اسرائیلي رژیم توپچي عسکرو د غزې په مرکزي برخه کې د البریج کډوالو کمپ ختیځې سیمې هم په نښه کړې دي، خو د دغو بریدونو د احتمالي مرګژوبلې په اړه سمدستي معلومات نه دي خپاره شوي.
د راپور له مخې، دغه بریدونه د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د نافذ شوي اوربند د دوامداره سرغړونو په لړ کې شوي دي. د دوشنبې په ورځ هم د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلي رژیم په جلا بریدونو کې یو فلسطینی شهید شوی او درې نور ټپیان شوي وو.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اوربند له نافذېدو راهیسې د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې ۱۵۲۲ فلسطینیان شهیدان او ۵۴۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د اسرائیلي رژیم د پوځي بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې تر ۷۴ زرو ډېر فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۷۵ زرو ډېر ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، دغو بریدونو د ملکي زیربناوو شاوخوا ۹۰ سلنه برخه هم ویجاړه کړې ده.


