الجزيرې ټلويزيون د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لوا له قوله خبر ورکړی، چې د ياد غورځنګ ځواکونو د غزې د رفح ښار په ابو الرس سيمه کې له چاودېدونکو توکو يو ډک کور ته د اسرائیلي پوځیانو له ننوتلو وروسته چاودنه ورکړې او ګڼ شمېر اسرائيلي پوځيان یې هلاک او ټپيان کړي دي.
د صهيونيستي رژيم د پوځيانو د دې ډله ييز هلاکت خبر داسې مهال خپرېږي چې تر دې يوه ورځ وړاندې هم غزه کې د حماس غورځنګ ځواکونو يو اسرائيلي ټانک په نښه کړی او له منځه وړی وو.