د کورنیو چارو وزارت وایي، د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو مشهور وسلهوال قاچاقچي د دغه ولایت په مرکز خوست ښار کې نیولی دی.
له یاد وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، له نیول شوي کس څخه یو میل کلاشینکوف، شپږ شاجورونه، ۴۰۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، یو میل توفنګچه، دوه لاسي بمونه او یوه اندازه چرس هم ترلاسه شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د نیول شوي کس د هویت په اړه له څه ویلو پرته ویلي چې، د پولیسو له خوا ترې څېړنې روانې دي او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.