ختیځه افریقا کې د القاعدې تنظیم پوځي څانګې “حرکة الشباب المجاهدین” ځواکونو د سومالیې په پلازمېنه موګادیشو کې د استخباراتو پر ودانۍ توغندیز بریدونه کړي دي.
القاعدې اسلامي تنظیم پر یاد مرکز د برید پخلی کړی، خو د احتمالي مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.