د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د عربي او اسلامي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره کتلي او د ایران د جګړې او د سیمې د امنیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
معلومات ښيي، چې په دې ناسته کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د اردن پاچا عبدالله دویم، د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د عراق صدراعظم علي فالح الزیدي، په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو چارواکو ګډون کړی و.
ټرمپ ويلي، د امریکا ځانګړي استازي سټیو وټکوف او جیرډ کوشنر له ایراني پلاوي سره درې ساعته خبرې کړې دي او دا ناسته یې «ډېره ښه او ګټوره» بللې ده.
هغه زیاته کړې، چې له ایران سره د یوې هوکړې لپاره د خبرو د دوام امکان شته.


