د پنجشېر ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې په ياد ولايت کې د زمردو په بولۍ کې، چې د پنځو چينايي سوداګرو په ګډون له سلو زياتو کورنيو او بهرنيو سوداګرو پکې برخه لرله، ۳۲۹۵ قراطه زمرد په ۲۲۶۵۶۰ امریکايي ډالرو پلورل شوي.
سرچينه وايي، په بولۍ کې برخوال چینايي پانګه وال، لي ويلي چې بهر کې د افغانستان د شته انځور برخلاف د افغانانو او په تېره بيا د امنيتي ځواکونو چلند ډېر هڅولي چې دې هېواد کې د پانګه ونې او سوداګرۍ لپاره پاتې شي.
د دوی په خبره، د بېروجو او زمردو په برخه کې د پانګونې لپاره علاقه لري او دلته شته امنیت، مناسب فرصت او د کاني محصولاتو شفاف پېر او پلور څخه به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختيا لپاره استفاده کوي.
یادو پانګه والو د پنجشېر والي ښاغلي الحاج حافظ محمد آغا حکيم سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ، چې نه تنها پانګونه به کوي، ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره نور پانګه وال هم هڅوي.
د معلوماتو له مخې، د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم یادو پانګه والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی وغوښتل چې عملا پانګونې ته راوړاندې شي او دې ولایت کې له شته فرصتونو ګټه واخلي او کاري زمینې برابرې کړي.