دوهمه برخه
د هرات د جګړه مار ژوند ته لنډه کتنه:
اسماعیل خان په (۱۳۲۷ هـ ش) کال د هېواد په لویدیځ کې، د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په نصرآباد کلي کې زېږېدلی. له لومړنیو زده کړو وروسته حربي ښوونځي ته ولاړ او بیا یې په حربي پوهنتون کې زده کړې وکړې.
افغانستان ته د روسانو تر راتګ وړاندې اسماعیل خان د هرات په ۱۷ فرقه کې د تورن په رتبه یو افسر وو. کله چې د شوروي په وړاندې د افغان مجاهدینو پاڅون پیل شو، اسماعیل خان هم له دې موقع څخه ګټه واخیسته او د ۱۳۵۷ کال د حوت د ۲۴مې تر پاڅون وروسته له مجاهدینو سره یو ځای شو.
هغه وخت چې کمونیستي رژیم د پرځېدلو په حال کې و او ډاکټر نجیب د وروستي کمونیستي واکمن په توګه، د مجاهدینو رهبري شورا ته د واک د سپارلو هوکړه وکړه. اسماعیل خان له خپلو جنګیالیو سره یو ځای نهه ورځې وړاندې تر دې چې مجاهدین کابل ته دننه شي، هرات ته ورسېد او د هېواد په لویدیځ کې یې د دې مهم ولایت کنټرول په لاس کې واخیست.
اسماعیل خان تر (۱۳۷۴ هـ ش) پورې د افغان پوځ د څلورمې قول اردو قوماندان او د هرات والي و. دا دواړې مهمې دندې یې په یو وخت پر مخ وړلې، دې کار هغه په یو استبدادي او دیکتاتور مشر بدل کړ. که څه هم د خلکو سترګو ته یې د خاورو شیندلو لپاره ځینې رغنیزې پروژې پیل کړې او ترسره یې کړې، خو د هرات ښار او خلکو د ده تر واکمنۍ لاندې سخت او دردوونکي وختونه ولیدل.
د یادونې وړ ده چې اسماعیل خان په کابل د رباني د حکومت یو له لویو ملاتړو څخه و. هغه حکومت چې د اسلام په نوم یې واک ترلاسه کړ، خو وروسته یې د افشارو د ټول وژنې په څېر دردناکې پېښې رامنځته کړې.
اسماعیل خان د جمعیت اسلامي یو مهم قوماندان و، ځکه خو یې د کورنیو جګړو تور داغ هم په تندي پروت دی. هغه جګړې چې له بربادۍ، وینې تویېدنې او درد پرته یې خلکو ته بل هېڅ ورنکړل.
اسماعیل خان په خپله هم د دې جګړو د اور په بلولو کې لاس درلود او په ۱۳۷۴ کې یې د عبدالرشید دوستم له ځواکونو سره جګړې وکړې. دواړو لوریو د خپل واک د ساتنې او پراختیا لپاره ډیرې بې ګناه وینې توی کړې.
د ۱۳۷۴ کال په نیمايي کې د طالبانو او اسماعیل خان ترمنځ خونړۍ جګړې پیل شوې؛ طالبانو لومړی تر هلمند پورې تاکتیکي شاتګ وکړ، له لږ ځنډ وروسته یې بېرته له نوي ځواک سره بریدونه ورباندې وکړل او د فراه له درنو جګړو وروسته یې هرات ونیو.
طالبانو چې کله هرات ونیو، اسماعیل خان د واک په تنده کې د «د جنوب لویدیځ حوزې عمومي امارت» په نوم نوې جبهه جوړه کړه، له خپلو کسانو سره د هېواد مرکزي سیمو او شمال ته ولاړ او جګړې ته یې دوام ورکړ.
له لږ ځنډ او پرله پسې ماتو وروسته، اسماعیل خان د لومړي ځل لپاره له هېواد څخه وتښتېد او د خپل بادار «ایران» غیږې ته یې پناه یووړه. ایران بیا د خپلې سیاسي لوبې د یوې مهمې او کار وړ دانې په توګه وکاراوه، په افغانستان او هرات کې یې خپل تیاره سیاستونه ورباندې پلي کړل.
دوام لري…
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.