Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د بریټانوي سرتېرو اعتراف؛ په افغانستان کې مو ماشومان او بې‌ګناه وګړي شهیدان کړي دي
    افغانستان

    د بریټانوي سرتېرو اعتراف؛ په افغانستان کې مو ماشومان او بې‌ګناه وګړي شهیدان کړي دي

    صابر افغانصابر افغان12 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د اشغال د شلو کلونو پر مهال د ځانګړو بریټانوي ځواکونو یو شمېر پخوانیو سرتېرو د بي بي سي له خوا په یوه خپره شوې څېړنیزه راپور کې اعتراف کړی چې د خپلو ماموریتونو پر مهال یې په بېلابېلو ولایتونو کې ماشومان، ښځې او بې‌ګناه نارینه شهیدان کړي دي.

    په دغه راپور کې شاوخوا دېرشو پخوانیو عسکرو د هغو بوږنوونکو پېښو پرده پورته کړې چې تر دې وړاندې یې د چوپتیا پرده پرې غوړولې وه. دوی وایي، د عملیاتو پر مهال به یې داسې خلک هم وژلي چې له جګړې سره یې هېڅ تړاو نه درلود.

    د دغو ځواکونو له ډلې یو پخواني سرتېري ویلي:«موږ یو ماشوم چې حتی د جګړې سړی نه و، ولچک کړ او بیا مو وویشت. که به یو هدف موږ ته دوه یا درې ځله راکړل شو، نو بیا به مو د وژلو لپاره ورتلل، هېڅکله به مو څوک ژوندی نه پرېښود.»

    دغه عسکر زیاتوي:«وژنه زموږ په عادت او حتی په اعتیاد بدله شوې وه. کله به مو مېلمستون ته ورته ودانیو ته ننوتل، او هلته به مو په خوب ویده خلک وژل. ځینې سرتېري به له کوم هدف پرته کوڅو ته وتل، هر څوک به یې ویشتل، او بیا به یې ټپیان وکتل، که ژوندی به و، نو هغه به یې هم وژلو.»

    د دوی په اعترافونو کې راغلي چې دوی به له ځان سره مصنوعي لاسي بمونه او وسلې وړلې، او د وژل شویو بې‌ګناه خلکو تر څنګ به یې ایښودې، ترڅو انځورونه ترې واخلي او ځان ته د «قانوني وژنې» توجیه پیدا کړي.

    دغو پخوانیو عسکرو دا هم منلې چې په یو عملیات کې یو افغان ډاکټر چې یو ټپي تن یې درمله کاوه، د یوه بریټانوي سرتېري له خوا په سر وویشتل شو، حال دا چې ټپي کس لا هم ژوندی و.

    د راپور له مخې، یوه عسکر اعتراف کړی چې یواځې په شپږ میاشتني ماموریت کې یې تر دولسو زیات افغانان وژلي دي.

    مخکینۍ مقالهد فرانسې له شارژدافیر سره د سهیل شاهین لیدنه؛ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوي
    راتلونکي مقاله د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزير په مشرۍ يو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.