Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ځانګړو ځواکونو بدخشان کې د مقاومت جبهې له لوري داعش ډلې سره د همغږۍ لپاره ټاکل شوی مسؤل وژلی
    افغانستان

    ځانګړو ځواکونو بدخشان کې د مقاومت جبهې له لوري داعش ډلې سره د همغږۍ لپاره ټاکل شوی مسؤل وژلی

    صابر افغانصابر افغان26 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نن د بدخشان ولايت په شهدا ولسوالی کې، د مقاومت جبهې یو مهم غړی زیدالله چې د احمد مسعود له لوري له داعشیانو سره د همغږۍ لپاره ټاکل شوی و د سرپرست حکومت د ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو او یو ملګری یې ژوندی ونیول شو.

    د ۱۴۰۲ لمریز کال په زمري میاشت کې، د سرپرست حکومت ګډو امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ په دوزخ دره سیمه کې د مقاومت جبهې پر وړاندې پراخ عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې ځايي ګروپ وځپل شو؛ خو زیدالله فراري شو. اوس تازه بیا بدخشان ولایت ته داخل شوی و او د‌ پاکستان د کراچۍ ښار کې د یوه بدخشاني داعشي صبغت الله سره چې د داعشیانو له لوري له مقاومت جبهې سره د هماهنګۍ لپاره معرفي شوی و په اړیکه کې و.

    د سرپرست حکومت د یوې امنیتي سرچینې په خبره:«دوی غوښتل په بدخشان کې یو لړ تخریبي کړنې سرته ورسوي چې مخکې له مخکې کشف او د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري په یوه نښته کې له منځه یوړل شو.»

    د کره سرچینو د معلوماتو له مخې مقاومت جبهه د داعش د خراسان څانګې له استازو سره د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې ليدنې ترسره کړې دي او په خپل منځ کې یې داسې تفاهم کړی دی چې مقاومت جبهه به د داعشیانو د بريدونو لپاره لوجستیکي امکانات برابروي او تر څنګ به یې په خارجي هېوادونو کې داعشیانو ته د اهدافو په اړه استخباراتي معلومات ورکوي او داعشیان به بیا د مقاومت جبهې له لوري په ورکول کیدونکو اهدافو بريدونه ترسره کوي.

    داعشیانو په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ازبکستان او تاجکستان باندې د مزایلو برید ترسره کړ او بیا یې په بدخشان کې ځینې بریدونه ترسره کړل چې د یادو بريدونو لپاره توغندي او بدخشان کې د ترسره شویو بریدونو لپاره موټر او منفجره مواد د مقاومت جبهې له لوري ورکول شوي وو.

    د شنونکو په باور، د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې له ځپل کېدو وروسته یې خپل مرکزیت بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته لېږدولی دی هڅه کوي چې په افغانستان او سیمه کې د بریدونو د ترسراوي لپاره ملګري ځانته پیدا کړي. د مقاومت جبهه چې په افغانستان کې غوڅ اکثریت افغانان ورسره مخالفت لري بیا هڅه کوي چې د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته له داعشیانو څخه د خپلو اهدافو په برخه کې کار اخلي. دا چې د مقاومت جبهې زیاتره غړي او قومندانان په خارجي هېوادونو کې مېشت دي؛ نو له همدې امله له داعشیانو سره یې همکاري او همغږي کوربه هېوادونو ته هم په یوه ستر ګواښ او تهدید بدلېدای شي.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ
    راتلونکي مقاله مقاومت جبهه؛ شخصي او بهرنیو ګټو ته د ژمنتیا خیالي مجموعه

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.