د ايران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندان علي عظمایي ادعا کړې، چې امریکايي ځواکونه په فارس خلیج کې حضور نه لري او له هرمز تنګي څخه یې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ کیلومترو پورې واټن نیولی دی.
عظمایي زیاته کړې، چې امریکا نور په هرمز تنګي کې ځای نه لري او په دې سیمه کې یې سمندري بېړۍ نه لیدل کېږي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی، چې هرمز تنګي کې د ماینونو د چاودنو او پر بېړیو د بریدونو په اړه د ناسمو خبرونو په خپرولو سره هڅه کوي، د امریکا د منځمهاله ټاکنو تر مخه د تېلو بیې لوړې کړي.
ټرمپ ویلي، چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد د جګړې تر پیل مخکې په پرتله زیات شوی؛ خو نن د برنټ تېلو بیه په هر بېرل کې له ۱۱۳ ډالرو لوړه شوې، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې تر ټولو لوړه کچه ده.


