د ایراني رسنیو د راپورونو لهمخې، د دغه هېواد په فارس ولایت کې د یوه بریدګر لهخوا څلور کسان د چاقو په ګوزارونو وژل شوي دي.
د راپور لهمخې بریدګر پر دوه نورو کسانو هم ګوزارونه کړي؛ خو هغوی له مرګه ژغورل شوي دي.
د ایران د فارس ولایت پولیسو ویلي چې بریدګر ۳۷ کاله عمر لري او له پېښې څو لحظې وروسته نیول شوی دی.