د جمهوریت له پرځېدو وروسته، هغه مهال د واکمنو چارواکو له خوا جوړې شوې شوراوې، واړه او لوی حرکتونه تر اوسه د یو واحد سیاسي او نظامي دریځ په رامنځ ته کولو کې پاتې راغلي دي. که څه هم دا شوراګانې د مقاومت د بیا راژوندي کېدو او د سرپرست حکومت پر ضد د دریځ نیولو دعوې کوي، خو د دوی تر منځ ژور اختلافات، ناڅرګند سیاسي مسیر او د پردیو اجنډاوو مخته وړل له واحد دریځ لیرې ساتلي، هر کس هڅه کوي یو بهرنی ملاتړی پیدا کړي، که پاکستان وي، که هند، یا نور هېوادونه، تر څو خپله سیاسي بقاء تضمین کړي. دا د ډلې یا جوړښت، په خپل منځ کې جوړښتونه لري، چې له همدې امله به هېڅکله به په یوه دسترخوان سره راټول نه شي.
د جمهوریت د چارواکو ترمنځ اختلافات، شخصي رقابتونه، د واک د بېرته ترلاسه کولو تمې، د قومونو، سمتونو او درو وېشنه او د بهرنیو اړیکو د توپیر له امله ځینې ډلې د پخواني تش په نوم ولسمشر غني پلویان دي، نور بیا د ټلوالې ځینو مشرانو ته وفادار دي او بله ډله د دوستم تر ګوند لاندې، ځینې د احمد مسعود، ځینې د امرالله صالح او نور د کوچنیو ډلو او ډلګیو جوړونکي د شریرو اشخاصو، همدا راز ځینې نور شخصیتونه چې له دې ټولو څخه فاصله اخلي، هڅه کوي د خپلواک دریځ ادعا وکړي، خو عملاً د کومو بهرنیو ځواکونو یا شخصي ګټو تر تأثیر لاندې فعالیت کوي، دوی هېڅکله د خپلواک او واحد دریځ نمایندګي نشي کولی.
د دوی پاشلتیا د دې باعث شوه، چې په ګاونډ کې نږدې پېښه له یو واحد دریځ څخه تحلیل نه شوه، نه یې پر وړاندې یو واحد دریځ څرګند کړای شو. لکه څرنګه چې دوی د واک پر مهال سره وېشل شوي وو، اوس هم کټ مټ هماغسې له یو کوچني او محدود جوړښت څخه بېلابېل دریځونه څرګند شول. ځينو يې د پاکستان طرف ونیوه، لاس په دعا شول او د بریا هیلې یې ورته څرګندولې، ځينو بيا د هند ولسمشر ته مودي کاکا ویل او د هند مزایل چې د پاکستان په خاوره لګېدل، یو، یو یې شمېره او د پاکستان پر خاوره یې د لا زیات تېري غوښتنه کول.
مګر د دې ټولو پېښو شاته یو درس او عبرت ولس ته ورکړل شو، هغه دا چې دې خلکو د خپل تېر اصالت یوه نوې نمونه او تجربه د ولس پر حافظه ور اضافه کړل، د دوی دا تیت او پراګنده دریځونه موږ ته یو ځل بیا د جمهوریت یادونه را تازه کوي او هغه متل ياد ته راولي چې وایي: «په قصابي کې هر حیوان په خپل چنګک راځړېږي»، دوی هم تر اوسه په هماغه لومو کې حصار دي، هر یو د خپل ملاتړي هېواد دفاع پر ځان فرض بولي او چې د ملت غولونې چانس په لاس ورشي، بیا هر یو د ملي شخص تمثیل کوي او د ملت درد يې خوب ته نه پرېږدي.
د دوی بې ثباته شخصیتونه په دې نه پوهېږي، چې کوم لوري ته مخه کړي، له چاسره یې وپالي، کومه دوستي د دوی په ګټه ده، دوی له پرديو ګټه پورته کوي او که پردي له دوی څخه ګټه اخلي!؟ له هر ملاتړي سره یې د تیر ایستنې له فارموله استفاده کړې ده. له دوی سره ناسته او ولاړه خلک تر سوال لاندې راولي، دوی خپل رول اداء کړی او له صحنې څخه ایستل شوي دي، د ناسمې صحنې بېرته تکرار هیڅوک نه خوښوي او بېرته تکرار یې هم یو خوب او خيال وګڼئ.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.