د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال، عبدالرحمن قانت د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي چارو ادارې جنرال قونسل، په کابل کې د دغه هېواد سفیر او د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له مسئولینو سره کتلي.
ښاغلي قانت د مس عینک پروژې د عملي چارو پر پیل ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغه پروژه د افغانستان او چین لپاره ځانګړی اهمیت لري.
هغه زیاته کړې، چې د پروژې د بشپړ پیل پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه شتون نه لري.
د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال وړاندې ټینګار کړی، چې قراردادي شرکت باید ژر تر ژره خپلو ژمنو ته رسېدنه وکړي، څو دواړه لوري د دې سترې پروژې له ګټو څخه برخمن شي.


