Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د لوی اختر په مناسبت د سرپرست حکومت د مشرتابه پیغام؛ اوس د دې وخت رارسېدلی چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو
    افغانستان

    د لوی اختر په مناسبت د سرپرست حکومت د مشرتابه پیغام؛ اوس د دې وخت رارسېدلی چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو

    صابر افغانصابر افغان4 جون 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرپرست حکومت مشرتابه د لوی اختر په مناسبت په خپور کړي پیغام کې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه؛ بلکې خادمان يوو او په وینا یې: «کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي، نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.»

    په دغه پیغام کې دا هم ویل شوي، چې مشران او مخور باید د شرعي نظام، خلکو او وطن په ګټه دريځ ولري او په خپلو تحلیلونو، څېړنو، ویناوو، لیکنو او توصیو کې د خلکو ښه ذهن سازي وکړي، هغه زیاته کړې:«ځکه دوی ته خلک غوږ نیسي، د دوی نظریات د ټولنې په متوجه کولو کې رول لري او دا د دین تر ټولو لوی خدمت دی.»

    د سرپرست حکومت د رهبرۍ له لوري په خپور شوي پیغام کې وړاندې د شریعت پر لا ښه تطبیق ټینګار شوی او علماء او متنفذین مسئول بلل شوي تر څو د الله ﷻ حکمونه په ټولنه کې نافذ کړي، هغه وړاندې د حکومت اړوند اقتصادي ارګانونونو ته لارښوونه کړې، چې باید د سوداګرو او صنعتکارانو لا ډېر حمایت وکړي، هغوی ته ښه زمینه مساعده کړي او له پرمختګ سره یې مرسته وکړي.

    نوموړي وړاندې، د کډوالو وزارت او ولایتي مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې د راستنېدونکو مهاجرینو ښه خدمت وکړي، هغوی ځای پر ځای کړي او د حمل او نقل په برخه کې تر وسه همکاري ورسره وکړي.

    د سرپرست حکومت د مشرتابه د اختریز پیغام پر دوام د فلسطين پر خلکو د صهیونیستي رژیم بریدونه انساني او بشري جنایت بلل شوی او ویل شوي چې سرپرست حکومت د فلسطین له مظلومو خلکو څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلانوي، د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی په کلکه غندي او د عاجل بندېدو غوښتنه یې کوي.

    د اختریز پیغام په پای کې د د سرپرست حکومت مشرتابه له خوا ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ویل شوې او ټولو ته د نېکمرغۍ او سوکالۍ غوښتنه شوې.

    د یادونې وړ ده، چې د هېواد سترې محکمې د راتلونکې اونۍ پیلنۍ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

    مخکینۍ مقالهتهران ته د واشنګټن خبرداری؛ د امریکا د وړاندیز ردول به جدي پایلې ولري
    راتلونکي مقاله عربي رسنۍ: د سوریې لنډ‌مهالی ولسمشر به د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي

    مربوطه لیکنې

    سبا ورځ خوست کې په يوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

    1 دسمبر 2025

    ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت مرکزونه پرانیستل شول

    1 دسمبر 2025

    واک ته د افغان حکومت په رسېدو سره خوست کې ۱۷۰ شاوخوا مرګونې شخړې حل شوي

    30 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 2 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو نن ورځ غرمه مهال، د يوه هدفي…

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    2 دسمبر 2025

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.