د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د اندونیزیا هېواد نوي شارژدافیر نندا ایوالیست د یاد وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره تعارفي لیدنه کړې.
ښاغلي متقي نوموړي ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې اندونیزیا د اسلامي نړۍ له مهمو هېوادونو څخه دی او سرپرست حکومت لیواله دی چې له اندونیزیا سره په مختلفو برخو کې مثبتې او پراخې اړیکې ولري.
بلخوا، د اندونیزیا شارژدافیر نندا ایوالیست د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ د ښو او پراخو اړیکو پر ضرورت ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان واقعیتونه او پرمختګونه به د اندونیزیا له حکومت او ولس سره شریکوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ به د رغنده اړیکو جوړولو لپاره کار کوي.